د امريکا ولسمشر به مو په دغه حال نه وي ليدلی

697

د امريکا نوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ امريکايي بليونر دی. هغه د سياسي فعاليتونو تر څنګ له پهلوانۍ او نورو لوبو سره هم ډېره مينه لري. هغه د مشهور رسلر، مک مهن نږدې ملګری دی او له هغه سره يې په ډېرو مسابقو کې شرطونه هم لګولي.

له ننه نږدې لس کاله وړاندې، هغه مهال چې ټرمپ د پهلوانۍ په ميدانو کې ډېر ښکارېده، د هغه ځينې داسې ويډيوګانې ډکې شوې دي چې په خپله خپل بليونر دوست، مک مهن راڅملوي او په سوکانو يې وهي. دغه راز، په يوه بله مشهوره ويډيو کې ښکاري چې د خپل ملګري، مک مهن سر خريي.