دوحې ناسته کې پر اوربند او تلپاتې سولې خبرې کېږي

راپورونه

دوحې ناسته کې پر اوربند او تلپاتې سولې خبرې کېږي

117

د جرمني او قطر په نوښت د افغانانو د خپلمنځي ناستې ځینې ګډونوال وايي، له طالبانو سره لومړنۍ لیدنه کې د خبرو اجنډا ټاکي .تمه ده چې قطر ته له افغانستان څخه تلونکي کسان کابل کې هم پر اجنډا وغږېږي. له افغانستان څخه تلونکي پلاوي کې د حکومت او سولې عالي شورا ځینې غړي هم شته، خو ویل کېږي چې ټول ګډونوال په فردي ډول بلل شوي دي. د دې غونډې ځینې ګډونوالو ویلي، تمه لري چې اوربند او تلپاتې سوله راوستل به د دې ناستې اجنډا وي. پاکستان کې پخوانی افغان سفیر او د دې غونډې یو ګډونوال عمر زاخېلوال د دې خبرو پایلو ته هیله من دی. ویل کېږي قطر کې د افغانانو خپلمنځي ناسته کې د حکومتي چارواکو، د سولې عالي شورا غړو، د مدنی ټولني فعالانو او مېرمنو په ګډون ۶۴ کسان ګډون کوي.



اعلان