حوثي ملیشو د عربستان په یو هوايي ډګر برید کړی

سيمه او نړۍ

حوثي ملیشو د عربستان په یو هوايي ډګر برید کړی

60

د سعودي عربستان د العربیه تلویزون د راپور په اساس چې وايي حوثي ملیشو بیګا شپه د سعودي عربستان په یو هوايي ډګر ډرون برید کړي چې له امله يې ۵ تنه زخمیان شوي دي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن د حوثي ملیشو لخوا د سعودي عربستان په یو هوایي ډگر برید تائید کړیدی او وایي چې دغه برید د شپې په دولس نیمې بجې ترسره شویدی. هغوي د زخمیانو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

حوثي ملیشو په وروستیو کې په سعودي عربستان کې بریدونه زیات کړیدي.

د حوثيانو یو تلویزون المثیراه د دغه ډلې د ویاند له قوله ویلي دي چې هغوي په سعودي عربستان کې لوی عملیات کړیدي.

العربیه تلویزون دا هم ویلي دي چې د دغه هوایي ډگر نه پروازونه د یو څه وخت د ځنډ نه وروسته بیا پیل شویدي.

د یادونې وړ ده چې حوثي ملیشو تیره میاشت د سعودي عربستان په هوایي ډگر ابها د ډرون په برید کې یو سوریایی وژلی و. د دغه برید مسولیت حوثيانو قبول کړی و.



اعلان