راتلونکي اګسټ میاشتې څخه به تورخم دروازه ۲۴ ساعته د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه وي

افغانستان

راتلونکي اګسټ میاشتې څخه به تورخم دروازه ۲۴ ساعته د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه وي

69

د پاکستان حکومت وايي، د راتلونکې اګسټ مياشتې له پيله به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه شپه او ورځ د بار وړونکو لاريو پر مخ پرانيستي وي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېر کال ويلي و، اړوندو چارواکو ته يې امر کړی، چې د تورخم دروازه بايد شپه او ورځ د خلکو او بار وړونکو لاريو پر مخ پرانيستي وي، خو پاکستان دا پرېکړه وروسته تر هغه اعلان کړه، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ پاکستان ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره د سياسي اړيکو سربېره په سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو هم خبرې کړې وې.

پاکستان په داسې حال کې شپه او ورځ د تورخم دروازې پرانيستو اعلان کړی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د مرکزي اسيا هېوادونو سره د افغانستان سوداګري زياته شوې او له پاکستان سره دغه اړيکې پيکه شوي دي.

د تورخم دروازه هره ورځ د سهار له شپږو د ماښام تر اوو بجو پرانيستي وي او له دې لارې هره ورځ سلګونه لارۍ دواړو هېوادونو ته ځي او راځي، خو دواړو خواوو ته بيا هم سلګونه لارۍ بندې پاتې وي.

که د تورخم دروازه شپه او ورځ د لاريو پر مخ پرانيستل شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زياتېدو سربېره به د ټرانسپورټ لپاره هم اسانتياوې رامنځته شي.



اعلان