سهیل شاهین: د کابل حکومت سره خبرې نه کوو

افغانستان

سهیل شاهین: د کابل حکومت سره خبرې نه کوو

98

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې طالبان د «کابل ادارې» سره من حیث حکومت خبرې نه کوي.

نوموړي پر خپل ټویټر کې په یوه پيغام کې ویلي چې کله بهرنیان خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلان کړي، دوی به د افغان جهتونو سره مذاکرات پیل کړي خو بیا هم د کابل حکومتسره به من حیث حکومت خبرې نه کوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته ویلي وه چې تر راتلونکو دوه اونیو پوري به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو مزاکرات شروع شوي دواړه خواوې د مثبت پرمختګ ته هیله من دي.



اعلان