صبغت الله احمدي: راتلونکو دوه اونیو کې حکومت او طالبان خبرې پیلوي

افغانستان

صبغت الله احمدي:  راتلونکو دوه اونیو کې حکومت او طالبان خبرې پیلوي

60

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې، راتلونکو دوو اوونيو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت‌الله احمدي وايي، المان به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمينه برابره کړي.

نوموړي نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، ښيي په راتلونکو دوو اوونيو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو مخامخ خبرې اترې پيل شي او د المان حکومت ضمانت کړی چې د دې مذاکراتو لپاره به زمينه‌سازي کوي.

دا به لومړی ځل وي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات کېږي، تر دې مخکې طالبانو دوه ځلې له افغان سياسيونو سره مذاکرات کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو اووم پړاو په قطر کې روان دی.



اعلان