د زهرا نادري نندارتون ته د خلکو غبرګون

افغانستان

د زهرا نادري نندارتون ته د خلکو غبرګون

118

پرون د کابل په چهلستون کې د چادري او پګړۍ په اړه د فرخنده زهرا نادري له لوري یو نندارتون جوړ شوی و.
نندارتون ته نادري خبرې وکړې او د نورو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر مخدوم رهین هم ورغلی و.
نادري په خپلو خبرو کې ویلي چې چادري د ښځو نه بلکې ښځو ته د نارینه وو انتخاب دی.
نوموړې ویلي، نارینه ځانته پګړۍ او ښځو ته چاردۍ انتخاب کړې.
نادري زیاته کړې چې چادري ښځې اسیروي او له پرانېستې فضا، سپوږمۍ او لمر څخه یې محروموي.
ټولنیزو شبکو کې د نادري دغه نندارتون ته سخت غبرګون ښودلی دی.
ډېرو افغانانو پګړۍ په سر کړي او خپل تصویرونه یې په ټولنیزو شبکو خپاره کړي دي.
دوی وایي چې پګړۍ ملي او دیني ارزښت دی.



اعلان