پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یو کال وغځوله

راپورونه

پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یو کال وغځوله

103

پاکستاني رسنۍ وایي، د پاکستان حکومت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یو کال نوره وغځوله.
افغان کډوال کولای شي چې د ۲۰۲۰ د جون د دېرشمې پورې پاکستان کې پاتې شي.
ایکسپریس نیوز لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په یوه غونډه کې دغه خبر ورکړی دی.
په پښتونخوا کې د افغان کډوالو اتشې هم په خپل فېسبوک هغه لیک خپور کړی چې په کې د دغې موضوع خبره شوې ده.
پاکستان کې شاوخوا یو نیم میلیون راجستر افغان کډوال اوسېږي.



اعلان