غني: افغانستان به هېڅکله د بل چا استعمار و نه مني

افغانستان

غني: افغانستان به هېڅکله د بل چا استعمار و نه مني

158

ولسمشر محمد اشرف غني پرون سهار پاکستان ته په یوه رسمي سفر لاړه او د پاکستان له بېلابېلو مشرانو سره یې وکتل.
پرون ناوخته یې د اسلام اباد په ستراتېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ کې ګڼو ویناوالو ته خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دغې ناسته کې ناست و.
ولسمشر وویل "د یوه خپلواک هېواد د ولسمشر په توګه پاکستان ته راغلی یم."
ولسمشر وویل چې افغانستان به هېڅکله هم د بل چا استعمار و نه مني.
ولسمشر وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې مهم رول لوبولی شي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یوې داسې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به یې د تورخم ګمرګ څلور ویشت ساعته کار پېل کړي.
ولسمشر په وینا، د سیمې هېوادونه اوس په افغانستان کې د سولې د راتلو ملاتړ کوي.
ولسمشر دغه سفر دوه ورځینی دی. تقریبا څلور نیم کاله وروسته ولسمشر پاکستان ته لاړه.



اعلان