"پاکستان له افغانستان سره د پیاوړو سوداګریزو اړیکو لرلو خبره کړې"

افغانستان

331

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته تللی او د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي دي.
رویټرز لیکلي چې پاکستان له افغانستان سره د پیاوړو سوداګریزو اړیکو لرلو خبره کړې ده.
رپوټ وایي، غني ته د یوویشت توپونو سلامي ووهل شوه، خو له ډېره وخته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي دي.
افغانستان پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان د افغان حکومت دا خبره ردوي.
له دې وړاندې یو شمېر افغان سیاستوال پاکستان ته تللي وو.
پاکستان ټینګار کوي چې افغان سولې سره مرسته کوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ څرګند کړی دی.
د غني سفر داسې مهال کېږی چې تمه کېږي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې اووم پړاو خبرې به قطر کې پېل شي.



اعلان