ايماندارو، کله کله شکر هم کاږئ! / محمد اسماعیل یون

نظر او تحليل

ايماندارو، کله کله شکر هم کاږئ! / محمد اسماعیل یون

484

يو وخت د شهيد سردار محمد داود خان او ذوالفقار علي بوټو تر منځ د پښتونستان د ملي داعيې پر سر سخته سيالي روانه وه، هغه وخت يوه کلداره نږدې (يوه نيمه- دوه افغانۍ) وه. بوټو به د افغانۍ او کلدارې دواړه بانک نوټونه يو په يو او بل په بل لاس کې ونيول او خلکو ته به يې وويل چې يوه کلداره به له خيره سره (لسو افغانيو) ته پورته کوم. داود خان شهيد شو، بوټو په خپله مخه لاړ، زه لا هغه وخت کوچنی وم، ښوونځی، پوهنځی او پوهنتون مې ولوستل، بېرته پوهنتون کې استاد شوم، د رباني د جنجالي واکمنۍ پر مهال افغانۍ دومره بې ارزښته شوه چې يوه کلداره نږدې زرو افغانيو ته پورته شوه، همدا مهال زه پوهنتون کې استاد وم، درې لکه افغانۍ معاش مې و چې ټولې درې سوه کلدارې ورڅخه جوړېدلې، ورپسې طالبان راغلل، د هغو د حاکميت پر وروستي کال يوه کلداره نږدې يو نيم زر افغانيو ته پورته شوه، يانې زما ټول معاش (۱۵۰-۱۷۰) کلدارې کېده. دې حالت بې حده ډېر ځورولم، زړه کې مې ګرځېدل چې بوټو به اوس په ګور کې څومره خوشاله او داود خان به اوس څومره نارامه وي. نه یوازې زه، بلکې ټول افغانان دې ناورين ځورولو. د دې حالت تغير ان شعر او شاعرۍ ته هم د يوه ارمان په توګه لاره پيدا کړه، د هېواد پياوړي شاعر (پير محمد کاروان) چې دې حالت روحاً ځپلی و، نو خپل دا ارمان يې په دې بيت کې هېوادوالو ته وړاندې کړ:
خاونده! داسې وخت به په نږدې موده کې راشي
چې پـــــــورته افــــغانۍ وي او کلداره ښويېدلې؟
د طالبانو نظام ړنګ شو، نوې افغانۍ چاپ شوې، له کلدارې سره يې وزن تقريباً برابر شو، زړه مې ارام شو، د وخت په تېرېدو سره کلداره نوره هم په ښويېدو شوه، د ډالرو په مقابل کې که څه هم افغانيو هم خپل ارزښت يو څه له لاسه ورکړ، خو د کلدارو په تناسب يې لا هم خپل وزن ساتلی. خبره دېته راورسېده چې نن به له خيره سره (يوه) افغانۍ (دوه) کلدارې او يا (يو زر) افغانۍ به (دوه زره) کلدارې تبادله کېږي. نن روحاً ډېر خوشاله يم چې نن مې په خپلو سترګو د خپل وطن پولي هويت او ملي ارزښت د پاکستان تر کرنسۍ دوه ځله لوړ وليد. نن که داود خان مرحوم ژوندی وای، نو څومره به خوشاله و، که وطن وران شوی نه وای، پوځ ړنګ شوی نه وای، داود خان ژوندی وای، نو د پښتونستان داعيه به لا وخته بري ته رسېدلې وای. د داود خان ډېر ارمانونه د مرګ اوبو له ځان سره يوړل، خو نن يې دا يو ارمان لږ تر لږه پوره شو چې افغانۍ تر کلدارې دوه برابره لوړه شوه. که ژوند و سبا به د مرحوم داود خان مقبرې ته ورځم او د دې يو ارمان مبارکي به ورکوم، نو خپلو با ايمانه هېوادوالو څخه هم هيله کوم چې نهيلي کېږئ مه، ډېرې سختې مو ليدلي، لږ نور هم ځان ټينګ کړئ، خدای صابر او مهربان دی، انشاء الله چې ارمانونه مو پوره کېږي، خو زغم او اوسېله غواړي. دلته خو همېش د ناشکرۍ کلتور عام دی، پر هغه څه شکر نه کاږو چې په لاس کې مو وي، خو پر هغه څه پسې بيا لاسونه مروړو چې له لاسه مو وتلي وي، که اوس يوه کلداره دوه افغانۍ وای، نو څومره به خفه وو؟ خو اوس چې یوه افغانۍ دوه کلدارې ده زموږ ورته هېڅ پام نه دی او دا نعمت په خوشالۍ کې نه حسابوو. يو وخت زما معاش د نږدې (يو نيم سل) کلدارو معادل و، خو اوس زما معاش د نږدې (يو سلو شل زرو) کلدارو معادل دی، د نورو ډېرو افغانانو معاش هم د همدې معيار او انډول له مخې سنجولای شو. نو ايماندارو راځئ چې خپل رب ته د شکرانې د اداينې سر ټيټ کړو او د خپلو نورو حقوقو اعاده ترې وغواړو، موږ پر هغه غيرت کړی، خدای غيرتي خلک خوښوي، ضرور به پر موږ غيرت کوي، نو ايماندارو راپاڅئ د ګيلو او نهيليو پر ځای شکر وکاږئ شکر!



اعلان