"طالبانو ما ته د غاښونو کریم او صابون راکړی و"

سيمه او نړۍ

1217

امریکا زندانیانو ته د غاښونو کریم او صابون نه ورکولو له امله یو نوی بحث پېل شوی دی.
د امریکا یو وکیل د سانفرانسسکو محکمې ته ویلي چې کوچنیو کډوالو زندانیانو ته د غاښونو د کریم او صابونو ورکولو هېڅ اړتیا نه شته.
یو شمېر پخوانیو زندانیانو، له دې ډلې طالبانو سره په بند کې یو پخواني زنداني ویلي چې طالبانو ورته د عاښونو کریم او صابون ورکړی و.
د امریکایي جریدې خبریال ډیویډ رهوډ په ۲۰۰۸ کې طالبانو تښتولی و چې بیا یې اته میاشتې وروسته د طالبانو له بنده فرار وکړ.
یو بل امریکایي ژورنالیست مایکل سکاټ مور په ۲۰۱۲ کې صومالیایي وسله والو تښتولی و.
نوموړي په خپل ټوېتر لیکلي چې وسله والو د غاښونو کریم او صابون ورکړی و.



اعلان