پاکستاني کالداره نوره هم ولويده، يو ډالر ۱۶۱کالدارې ته ورسيد

راپورونه

پاکستاني کالداره نوره هم ولويده، يو ډالر ۱۶۱کالدارې ته ورسيد

471

نن په ازاد بازارکې کالداره د ډالر په وړاندي نور هم ولويده، چې له امله يې په پاکستان کې د مالي بحران او بيو د لوړوالي په اړه انديښنې زياتې شوې. يوازې نن ۵ کلدارې ډالر ګران شو، چې په ازاد بازار کې یو ډالر د ۱۶۱ کلدارو په مقابل کې بدلیدو، د پاکستان ایکسپریس تلویزون خبر وايي، چې کلداره نوره په پاکستان کې دکنترول څخه وتلی يوازې په تیرو څو اونیو کې د ډالر پر وړاندې ۲۲ روپی غورځیدلی.

د عمران خان حکومت د ډالر د کنترول په اړه يې ډیرېدعوې کړې دي خو د اقتصادي چارو شننونکې د پاکستانيو روپيو د لا پاړسوب وړاندوينه کوي چې په باور يې په لنډ وخت کې به پاکستانۍ کالداري ښايې د يوډالر په وړاندي ۲۰۰ته ورسيږي.



اعلان