هند کې د پولیسو افسر هغه مجرم چې ۶ کلن ماشوم سره جنسي زیاتي کړي وه زندان په داخل کې ویشتلی

سيمه او نړۍ

هند کې د پولیسو افسر هغه مجرم چې ۶ کلن ماشوم سره جنسي زیاتي کړي وه زندان په داخل کې ویشتلی

521

هند کې یو مجرم چې په يو شپږ کلن ماشوم يې جنسي زیاتي کړي وه او بیا وروسته يې وژلي وه د پولیسو يو افسر اجی پال شرما لخوا لومړي ونیول شو، کله چې پولیسو ملزم زندان ته رسولي وه، مجرم دتيښتي هڅه کړي وه چې د شرما لخوا په ډزو ویشتل کیږي، دې پیښې په هند کې د عامو خلکو باور په پولیسو ډیر کړي ده.

دغه پیښه د هند په اترپردیش ایالت په رامپور ضلعې کې رامینځ ته شوي ده، پولیسو ویلي چې د قتل شوي ماشوم جسد مو پیدا کړي او کورنۍ ته مو سپارلي ده خو دغه پولیسو مشر منلي چې د قتل شوي ماشوم قاتل يې دتیښتي پر وخت يوازې پر پښو ویشتلي ده، شرما په خپل ټويټر لیکلي: زه له ټولو مننه کوم چې زما حمایت کوي هغه وايي ماته له ټول هیواد څخه له زرو ډیر تیلفوني رابطي شوي چې ټولو راته  ورور او ځوی ويلي.

د یادونې وړ ده چې ډاکټر اجی پال شرما مخکې له دې د غاښونو ډاکټر وه خو په ۲۰۱۱م کې د پولیسو لیکو ته ورغلي، هغه له دې مخکې هم په وسلوالو نښتو کې ډیر مجرمین وژلي دي.



اعلان