پومپیو: چمتو یو چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسو

راپورونه

پومپیو: چمتو یو چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسو

834

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ناڅاپي سفر نن کابل ته راغلی و.
پومپیو خبریالانو ته ویلي، امریکا چمتو ده چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.
پومپیو ویلي، هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د سولې یو توافق وشي.
پومپیو له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي دي.
څو ورځې وروسته قطر کې د طالبانو او د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ اووم پړاو خبرې پېلېږي.



اعلان