پخوانی امریکایي پوځي او اوسنی قراردادي افغانستان کې وژل شوی

سيمه او نړۍ

پخوانی امریکایي پوځي او اوسنی قراردادي افغانستان کې وژل شوی

877

د امریکا د بحري ځواک یو پخوانی پوځي، چې اوس د یوه قراردادي په توګه افغانستان کې و، وژل شوی دی.
اوویشت کلن کیون یلي د هاوان مرمۍ له امله مړ شوی دی.
میلیټري ټایمز وایي، یلي په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کې پوځ کې شامل شوی و.
یلي د روانې جون میاشتې په لومړۍ نېټه افغانستان ته راغلی و، خو دا ځل یې د امریکایي پوځیانو د امنیتي قراردادي دنده تر سره کوله.
یلي د جون په ۱۹ مړ شوی و.



اعلان