"د هېواد په کچه لوی او خطرناک مجرم نیول شوی"

افغانستان

432

   د کورنیو چارو وزارت وایي، د حمید خراساني په نوم یې د هېواد په کچه لوی او خطرناک مجرم نن له غرمې مخکې کابل کې نیولی دی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، خراسانی یې داسې مهال نیولی چې له پولیسو سره یې جګړه غوښته.
رحیمي زیاته کړې، خراساني په لار شکونې، باج اخیستلو، قتل، غلا او نورو جرمونو کې لاس لري.
رحیمي ویلي چې خراسانی وسله وال کسان هم لري.



اعلان