ملیټري ټایمز: امریکا د افغانستان لپاره سمه ستراتېژي نه لري

راپورونه

ملیټري ټایمز: امریکا د افغانستان لپاره سمه ستراتېژي نه لري

126

امریکایۍ ورځپاڼې ملیټري ټایمز په افغانستان کې د امریکا سترو تېروتنو ته اشار کړې او لیکلي یې دي چې واشنګټن د افغانستان لپاره هر اړخیزه ستراتېژي نه لري.

ملیټري ټایمز په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک له قوله لیکي چې امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي، په ټوله کې لویه نیمګړتیا د افغانستان لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ نشتوالی دی.

جنرال ډونالډ بولداک ویلي، یوه تېروتنه داوه چې امریکا باید خپل ځواکونه هرې خواته نه وای تیت کړي، د ده په وینا امریکایۍ حل لارې یې باید نه وای وړاندې کړې او د سیمه ییزو ځواکونو او ادارو د پياوړي کولو پر ځای یې باید د مرکزي حکومت پياوړي کولو ته ملا تړلې وای.

دا پخواني جنرال لیکلي، امریکا طالبان پرېښودل چې بیا سره یو ځای شي او د ترهګرۍ ضد نړیوال ایتلاف د بې اغېزې کړنو هم همدې ته لاره هواره کړه.

د نوموړي په وینا درېیمه تېروتنه یا نیمګړتیا له نشه یي توکو سره د مبارزې ناکامي ده، ځکه چې د نشه یي توکو عاید د طالبانو مهمه مالي سرچینه ده.



اعلان