د کنړ اوسېدونکي: د کنړ لرګي اوس د سیند له لارې قاچاق کېږي

افغانستان

د کنړ اوسېدونکي: د کنړ لرګي اوس د سیند له لارې قاچاق کېږي

970

د کنړ اوسېدونکي وایي، د لرګیو قاچاق اوس د کنړ د سیند له لارې ترسره کېږي او باید چې حکومت يې مخه ونیسي.

دوی وایي، که څه هم چې په تور سړک او نورو لارو د لرګیو د قاچاق مخه تر ډیره نیول شوې، خو اوس د لرګیو قاچاق وړونکو په سیند کې د اوبو په وسیله د لرګیو قاچاق ته مخه کړې.

دوی له حکومتي مسوولینو غواړي چې هم په وچه او هم په اوبو کې په بشپړ ډول د لرګیو د قاچاق مخنیوی دې وشي.

د کنړ اوسېدونکي وايي، که حکومت د لرګیو د قاچاق مخه ونه نیسي، نو د ځنګل وهل به دوام وکړي.

د کنړ والي عبدالستار میرزکوال هم پرون ازادي راډیو ته وویل، له کومې ورځې چې د کونړـ جلال اباد او نورو سړکونو د لرګیو د غیر قانوني لېږد مخه نیول شوې ده، له هغه وروسته قاچاق وړونکي کوښښ کوي چې لرګي د سیند له لارې جلال اباد او نورو ځایونو ته ورسوي.



اعلان