د امریکا په یو نایټ کلب کې وسلوال برید ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سيمه او نړۍ

د امریکا په یو نایټ کلب کې وسلوال برید ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

152

د امریکا متحده ایالتونو د انډیانا په ایالت کې د شپې په کلپ د وسله وال برید له امله یو تن مړ او لږ تر لږه ۱۰تنه نور ټپيان شوي دي.

د انډیانا ایالت د سوت بنډ د سیمې پولیسو ویلي دي چې د سهار په وختي ساعتونو کې د شپې په یو کلپ وسله وال برید وشو.

په برید کې یو تن ژوند دلاسه ورکړ او لږ تر لږه ۱۰تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید لامل ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.



اعلان