وسلوالو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې ددوئ پر ضد منفي تبلیغاتو څخه لاس واخلئ

افغانستان

وسلوالو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې ددوئ پر ضد منفي تبلیغاتو څخه لاس واخلئ

136

وسلوالو طالبان د یو اعلامیه په خپرولو سره رسنۍ ته خبرداري ورکړی چی که ددی ډلې په وړاندی تجاراتي اعلاناتو خپرول ونه دروی، رسنۍ او خبرنګاران به ددی ډلې بریدونو هدف وګرځی.

دې ډلې په یو تازه اعلامیه کې لیکلی دی چی کابل او ځینی ولایتونو کې ځینی رسنۍ تجاراتي اعلانات خپروي چې په هغه کې ددی ډلې جنګیدونکو وسلوالو او جهاد ته بد او رد ویل کیږی.

په اعلامیه کې راغلی دی چی رسنۍ ددی اعلاناتو په خپرولو سره استخباراتی وسیله ګرځيدلی او هڅه کیږی چی هیواد کې جاری جهاد څخه مخنیوی وکړی او مستقیمآ دشمن ته جاسوسی فعالیت ترسره کوی.

طالبانو نظامی کمیسیون خبرداری ورکړی چی که د یو اونۍ په ترڅ کې سیمه ایز رادیو ګانی، اف ام او غیری اف ام، تلویزیونونه او نور رسنۍ دداسی عمل څخه ډډه ونه کړی، طالبان دا رسنۍ د رسنیو نه بلکه دشمن استخباراتی لانو په شان پيژندی او ددی ډلې جنګیدونکو له لوری په مرکز او ولایاتو کې، نظامی بریدونو لاندی قرار ونیسی، هغه وخت به مرکزونه، خبرنګاران، کارکوونکې او رسنیو په اصطلاع پرسونل به هیڅ ډول مصئونیت ونه لری.



اعلان