مسلمیار: د پاکستان هرې کړنې ته د شک په سترګو ګورو

افغانستان

مسلمیار: د پاکستان هرې کړنې ته د شک په سترګو ګورو

697

د مشرانو جرګې مشر ویلي، په پاکستان کې د سولې په اړه هر ډول ناستې نتیجه نه ورکوي، ځکه په وینا یې، د پاکستان هرې کړنې ته د شک په سترګه ګوري.
فضل هادي مسلمیار په یو بیان کې ویلي، حکومت دې د افغان سیاسیونو څارنه وکړي.
مسلمیار د ځینو سیاسیونو له لوري د ډیورنډ کرښې د رسمیت په اړه څرګندونې غندلي دي.
نوموړي ویلي، په ډیورنډ کرښه بحث د ملتونو صلاحیت دی.
مسلمیار دغه موضوع ملي داعیه بللې ده.
د پاکستان مري ته یو شمېر افغان سیاسیون تللي وو چې د لطیف پدرام په ګډون ځینو ویلي چې دغه مسله دې حل شي.



اعلان