ایران یو تن امریکایي استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی

سيمه او نړۍ

ایران یو تن امریکایي استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی

227

ایراني رسنۍ وایي، د دفاع وزارت یو قراردادي یې د امریکا مرکزي استخباراتو (سي ای اې) ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.
ایسنا خبري رسنۍ وایي، اعدام شوی شخص جلال حاجي نومېده.
رپوټ وایي، حاجي د امریکا استخباراتو او امریکایي حکومت ته جاسوسي کوله.
یاد شخص د تهران په لوېدیځ کې په یو زندان کې اعدام شوی دی.
خو د اعدام شوي شخص د اعدامولو وخت څرګند شوی نه دی.
رپوټ کې دا هم نه دي ویل شوي چې حاجي کله نیول شوی و، خو د پرېکړه یې پوځي محکمې کړې ده.



اعلان