امریکا د ایران د میزايلو د کنترول په سیستم سایبري بریدونه کړي

سيمه او نړۍ

امریکا د ایران د میزايلو د کنترول په سیستم سایبري بریدونه کړي

211

د امریکا متحده ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران د میزايلو د کنترول پر سیستم سایبري بریدونه کړي.

امریکایي رسنۍ وایي، امریکا د ایران د وسلو پر سیستم داسې مهال سایبري برید وکړ چې ولسمشر ټرمپ پر ایران د هوایي بریدونو له امر کولو بېرته پر شا شو.

نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي، دا برید د ایران له‌خوا د امریکا بې پيلوټه الوتکې راغورځول کېدو او د تېلو د سمندري ټانکرو سوځولو په غچ کې شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالدټرمپ ویلي، پر ایران به نوي لوی بندیزونه ولګوي.

ټرمپ ویلي، دا بندیزونه اټومي وسلو ته د ایران لاسرسي د مخنیوي په موخه لګول کیږي چې دوشنبه به پیل شي.



اعلان