په ټرمپ یوې بلې ښځې هم د جنسي ځور تور لګولی

سيمه او نړۍ

په ټرمپ یوې بلې ښځې هم د جنسي ځور تور لګولی

327

جین کرول، چې کالم لیکونکې ده، ادعا کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږدې درې ویشت کاله وړاندې جنسي ډول ځورولې ده.
نیویارک مګزین د کرول له خولې لیکلي چې ټرمپ پرې په نیویارک کې د لباس بدلونې په یوې خونه برید کړی دی.
خو ټرمپ بیا د کرول خبرې رد کړي دي.
ټرمپ ویلي، هېڅ ثبوت نه شته دی چې ده دې دا کار کړی وي.
خو دا لومړی ځل نه دی. وړاندې هم ځینو ښځو په ټرمپ تورونه لګولي وو.



اعلان