شا محمود قریشي غونډې ته وويل ګډ دښمن د دواړو هيوادونو اړيکې خرابوي

سيمه او نړۍ

شا محمود قریشي غونډې ته وويل ګډ دښمن د دواړو هيوادونو اړيکې خرابوي

201

اسلام اباد سره نږدې د مرې ښارګوټي په بهوربن سيمه کې د افغانستان په اړه غونډه روانه ده له افغانستانه يو شمير مهم اشخاص ورغلي، چې په دې لړکې ګلبدين حکمتيار پرون لا اسلام اباد ته رسيدلی و او ويل کيږي چې اسلام اباد کې د خپل زوم غيرت بهير کورکې و، همداراز حنیف اتمر، عطامحمد نور او يو شمير نور سياسيون هم غونډې ته رسيدلي

د پاکستان خارجه وزيرشامحمود قریشي نن سهار غونډې ته افتتاحيه وينا وکړه، قریشي وويل دا د خوشي ځای دی چې ټول په افغانستان کې د پرامن حل په لټه کې يو، قریشي وړيل افغان امن د پاکستان غوښتنه او اړتياده، هغه زياته کړه چې شيطاني قوتونه د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې خرابوي.

ويل کيږي د دې غونډه اصلي محرکين د دې هيواد څارګري اداري دي.

بل خوا تمه ده چې د روانې ميلادي مياشتي په ٢٧مه به اشرف غني هم اسلام اباد ته سفر کوي.



اعلان