په دوبۍ کې د طالبانو حاجي فريد!

نظر او تحليل

په دوبۍ کې د طالبانو حاجي فريد!

485

(نوراحمد کندهاری)


طالبان هغه خلګ دي چې له افغانستانه پرته په نړۍ کې بل هېواد نلري؛ معلوم خلګ دي؛ معلومه پيشه لري؛ د افغانستان له سلګونه کاله تاريخ سره تړلې طبقه ده.
ترهمدې نامه لاندي يې له انګريزانو سره جنګونه کړي، په کندهارکې يې په همدې نامه هديره ده.
له روسانوسره يې د جهادي تنظيمونو په چوکاټ کې جنګونه کړي؛ د طالبانو په نامه په څو ولايتونوکې د شوروي ضد جهاد په وخت کې د طالبانو په نامه جبهات مشهور وو او د طالبانو د اکثرو مشرانوغړو سترګې، لاسونه اوپښې په شوروي ضد جهادکې معيوب شوي وو.
طالبان د خلګو په دعوت راپورته سول او د خلګو په ملاتړ واک ته ورسيدل آن چې لويديځ ميشتو افغانانو يې لاهم هرکلی وکړ.

خو نن د طالب دوستي خو پريږده، د طالب د دريځ سره مشابه دريځ هم ځينو ته يو ډول پيغور ښکاري.

څو ورځې وړاندي په عرب اماراتوکې په يومجلس کې د کابل د تګاب د مياګل جان اغا د لمسي حاجي صیب فريد له راتګه خبر شوم، خوچې زه ورخبريدم حاجي صيب بيرته کابل ته تللی و.

په دغه مجلس کې حاجي صيب وستايل سو، چې حق ګويه سړی دی، اور ژبی نطاق دی او رښتينی افغان مشر دی.

په دا مينځ کې يوه لوستی تراشلي ځوان مخ را واړاوه مسکی سو وای هغه د طالبانو حاجي فريد!

ځوان نوی له کابله په چکر راغلی و، ما ترې وپوښتل تاسو يې پيژنﺉ ؟
وای هو ولي نه!
ها د پارلمان غړی چې و، اوله دوره کې.
ما ورته وويل هغه په طالبانو کې مخ کې څه وظيفه لرله که اوس؟
ځوان خوله سره کش کړه اوپه خورا ژور انکاريې وويل: نه نه وظيفه پکښې نلري. بس نظريات يې طالبي دي.

کوربه ټنډه لږه توره کړه، ماته يې معنادار وکتل، ښای مطلب يې دا و چې پريږده يې، هلک ميلمه ده.
خو ماهم سترګې سپينې کړې اوله ځوانه مې بيا و پوښتل:
اښه! نو طالبي نظريات يعني څه؟
هلګ غلی سو!
زه پوه سوم چې د کابل ښار د استعمار د دورې دا راټوکيدلی زلمی څه ويل غواړي !.

حاجي فريد د شوروي ضدجهاد په وخت کې د اسلامي حزب سره جهاد کړی او د کرزي د رژيم په وخت کې د پارلمان غړی پاتې سوی.
يوه ورځ يې هم له طالبانو سره رسمي کار نه ده کړی.
خو هغه د يوه با ايمانه او پر خاوره او خپلواکي مين افغان په توګه، پرهيواد د پردي يرغل مخالف دی!

هغه په دي خاوره کې د په زور راغليو يرغلګرو د اډو مخالف دی!

هغه په نيمه شپه د باعفت افغان کور اوناموس ته د پردي عسکر د ورتلو مخالف دی!

او په لويه کې حاجي فريد يو نه خرڅيدونکی، مسلمان افغان دی!

که داسي خلګو ته څوک طالب وايي، نو بيا خو هرباضميره افغان طالب دی!!!



اعلان