ټرمپ له افغانستانه زر تنه پوځیان وباسي

افغانستان

ټرمپ له افغانستانه زر تنه پوځیان وباسي

626

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټایمز مجلې سره خبرو کې له افغانستانه د زر تنه نورو پوځیانو د ایستلو خبر ورکړی دی.
ټرمپ ویلي، د امریکایي پوځیانو شمېر له شپاړس زرو څخه نهو زرو تنو راکم شوی دی.
ټرمپ زیاته کړې چې دغه شمېر ښایي اتو زرو ته راکم شي.
له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو وتل د طالبانو اصلي شرط دی.
طالبان او امریکا تر اوسه د پوځیانو د وتلو پر مسلې توافق ته نه دي رسېدلي.
تمه کېږي چې د دواړو لورو تر منځ به اووم پړاو خبرې ژر پېل شي.



اعلان