د ایران له لوري د امریکا غورځېدلې ډرون بیه ۱۳۰ میلیونه ډالر ده

سيمه او نړۍ

د ایران له لوري د امریکا غورځېدلې ډرون بیه ۱۳۰ میلیونه ډالر ده

1363

څو ورځې وړاندې ایران د امریکا یوه ډرون وغورځوله چې امریکا ورته توند غبرګون وښود.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې ایران لویه غلطي وکړه.
دغه ډرون RQ-4 Global Hawk نومېده چې قیمت یې ۱۳۰ میلیونه امریکایي ډالر وه.
دغه ډرون د دېرش ساعته الوتنې وړتیا درلوده.
دغه ډول بې پیلوته الوتکو په افغانستان، عراق او شمالي افریقا کې الوتنې کړي.
امریکا وایي چې ډرون په نړیوالو اوبو کې وه، خو ایران بیا وایي چې د دوی حریم کې وه.
ټرمپ ویلي چې په ایران یې د برید امر له بریده لس دقیقې وړاندې وځنډوه.



اعلان