د سعودي بهرنیو چارو وزیر: اخوان المسلمین ترهګر تنظیم دی

سيمه او نړۍ

د سعودي بهرنیو چارو وزیر: اخوان المسلمین ترهګر تنظیم دی

497

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم العساف په خپل ټویټر لیکلي چې: اخوان المسلمین یو ترهګر ګوند دی، چې د منځ لارۍ او اعتدال په نوم ترهګري خپروي، ابراهیم العساف زیاتوي، چې اخوان المسلمین ګوند، د حکومت واګو اخېستلو په پار ګڼې ترهګریزي پېښې کړي، چې ځانمرګي بریدونه هم په کې شامل دي.
ابراهیم العساف وایي: اخوان المسلمین ګوند غواړي حکومت ته تر رسېدو وروسته د مصر ګاونډیو هیوادونو کې نا امني خپره کړي، عساف وايي: اخوان ګوند د القاعده او جبهة النصره په څېر د اسلام غلط تصویر خلکو ته وړاندې کوي او د اعتدال په نوم خلک تېر باسي. د سعودي بهرنیو چارو وزیر ابراهیم العساف دا څرګندونې د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي له مرګ وروسته کړي.



اعلان