طالبان: امریکايي او افغان ځواکونو یو ځل بيا داعشیان رانه وژغورل

افغانستان

طالبان: امریکايي او افغان ځواکونو یو ځل بيا داعشیان رانه وژغورل

688

وسله وال طالبان وايي، چې له یوې اونۍ راهیسې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره يې عملیات پيل کړي.

طالبانو په رسمي اعلاميه کې ویلي، چې د دې ډلې په له منځه وړلو کې د کونړ ولسونه هم له دوی سره همکار دي. وسله والو طالبانو ویلي، چې تېره شپه یې د دې ولایت په مزار درې سیمه کې د داعش پر ضد عملیات کول چې د ګډو ځواکونو له لوري داعش ډله وژغورل شوه او همدارنګه د داعش ډلې مشران او وسلې د افغان او امریکايي ځواکونو له لوري د الوتکو له لارې خوندي ځایونو ته ولېږدول شول.

طالبانو ویلي، دا څوم ځل دی چې داعش ډله په دې ډول د امریکايي ځواکونو له لوري د دوی اډو ته لېږدول کېږي. طالبانو ویلي، داعش ډله چې تل یې علما او قومي مشران وژلي او په جوماتونو کې چاودنې کوي تر شا یې د امریکا لاس دی او له دې ډلې سره مرسته کوي.

حکومتي چارواکو او امریکايي ځواکونو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.



اعلان