طالب وسلوالو په کونړ کې داعشیان ځپلي

افغانستان

طالب وسلوالو په کونړ کې داعشیان ځپلي

321

د کنړ ولایت چارواکي وايي چې تېره یوې اونۍ راهیسې کنړ د طالب او داعش وسلوالو د جګړو پر سخت مرکز بدل شوي، دغه جګړې ددې ولایت په چپه دره او ماڼوګي ولسوالیو کې شوي.

سیمه ایز اوسیدونکي وايي چې د طالبانو سره قطعه د داعشیانو د ځپلو لپاره رارسیدلي تر اوسه په دغه جګړه کې تر ۵۰ ډیر داعش وسلوال د سرې قطعې لخوا وژل شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال هم دغه جګړې تائیدوي هغه رسنیو ته ویلي، چې نښتې له یوې اوونۍ راهېسې د چپه دره او ماڼوګي ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې د جګړې له امله داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.

ددغو جګړو له امله په سلهاوو کورنیو خپلې مینې پريښي ځینې کنړ پر امنه سیمو ته کډه شوي او ځینې بیا لغمان ولایت ته اوښتي.

داعشیانو د سیمې اوسیدونکو ته اخطار ورکړي که له موږ سره یو ځاې نه شوي نو مالونه به مو غنیمت او ښځې به مو وینځي وي.



اعلان