سیاف: د اوسنۍ جګړې دوام جواز نه لري

افغانستان

سیاف: د اوسنۍ جګړې دوام جواز نه لري

175

پرون د امام ابو حنیفه سمپوزیم ته په خبرو کې عبدالرب رسول سیاف د جوړجاړي له لارې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ او ویې وویل، د اوسنۍ جګړې دوام جواز نه لري.

هغه زیاته کړه نن ورځ ټول مسلمانان د یو بل وینو تویولو ته تږي دي خو دا کار يې د اسلام خلاف ده، باید د قران او سنت لاره ونیسو جنګ بس ده باید جنګ ته د ختم ټکی کیږدو هغه په اخره کې له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د پروان مرکز چاریکار د امام ابو حنیفه په نوم ونوموي .

دغه دوه ورځني سمپوزیم ته د افغانستان او نورو هیوادونو څخه ۳۶۰۰ عالمان راغلي وه چې د امام ابو حنیفه په شخصیت علمي ،اقتصادي، فرهنګي او حقوقي بحث وکړي.



اعلان