ټرمپ ایران ته: ډېره لویه غلطي مو وکړه

سيمه او نړۍ

ټرمپ ایران ته: ډېره لویه غلطي مو وکړه

514

د امریکا ولسمشر ویلي، ایران ډېره لویه غلطي وکړه.
ډونلډ ټرمپ دا خبره وروسته له هغه په ټوېټر ولیکله چې ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) وغورځوله.
ایران ویلي چې ډرون یې په خپل هوایي حریم کې ویشتلې، خو امریکایي چارواکو بیا ویلي چې ډرون په نړیوالو اوبو کې وه.
د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د ډرون غورځول امریکا ته پېغام لري.
ایران ډرون په خپل له ځمکې څخه هوا ته په ویشتل کېدونکي توغندي ویشتلې ده.
د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.
دغې ترینګلتیا د لویې پوځي مخامختیا امکان زیات کړی دی.



اعلان