اردګان: د مصر حکومت دې په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي

سيمه او نړۍ

اردګان: د مصر حکومت دې په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي

315

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي چې د مصر حکومت دې د محمد مرسي د وژلو له امله په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.
مرسي په مصر کې د بند شوي اخوان المسلمین ډلې غړی او د مصر مخکینی ولسمشر و چې د دوشنبې په ورځ یې د محاکمې پر مهال ساه ورکړه.
اردګان ویلي چې مرسي وژل شوی دی.
اردګان خپلو پلویانو ته ویلي، دوی به دغه مسله تعقیب کړي او په نړیوالو محکمو کې د مصر د محاکمه کولو له پاره به هره ممکنه هڅه به وکړي.
اردګان د اسلامي هېوادونو له سازمانه د ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.



اعلان