طالبان: که غني له واکه لرې شي، نو د یو افغان په توګه ور سره خبرې کوو

افغانستان

طالبان: که غني له واکه لرې شي، نو د یو افغان په توګه ور سره خبرې کوو

787

طالبانو ویلي، که د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو ټاکنو کې ناکام شي او په حکومت کې هم نه وي، نو دوی ور سره د یوه مخکېني ولسمشر په توګه خبرې کولای شي.
دا خبره طالب ویاند سهیل شاهین سپوتنیک سره خبرو کې کړې ده.
طالبان له افغان حکومت سره خبرې کول ردوي او وایي چې لومړی به له امریکایانو سره مسایل حل کړي.
شاهین زیاته کړې چې له واکه وروسته لکه د مخېکني ولسمشر حامد کرزي په څېر له غني سره خبرې کېدای شي.
طالبانو له کرزي سره دوه ځل مسکو کې په بین الافغاني غونډه کې لیدلي دي.



اعلان