د نادر شاه افشار حمله

د پرون کيسه

د نادر شاه افشار حمله

165

د ۲۱ مارچ ۱۷۳۹ م په ډېلي کې د پارس (ایران) باچا نادر شاه افشار د لوی اختر په موقع د ۳۰ زرو نه زیات انسانان حلال کړل.
نادرخان د ترکمن افشار قبیلې غړی و چې د پارس صفوي باچا ورته د ازبکو د مخ نیوي لپاره په مشهد کې زمکې ورکړې وې. په ۱۷۱۹ م کې هوتکیانو اصفهان ونیولو نو نادرهغه وخت د خپل جنګي مهارت له کبله راتاند شو. د هوتکیانو د لنډ واک نه وروسته په ټول پارس کې ګډوډي خپره شوه او نادرخان د صفوي ټبرهغه ټول کسان ووژل چې پرتخت يې دعوه کوله. دی په ۱۷۳۶ م د پارس پر تخت کیناستو نو د هند مغل باچا محمد شاه هغه باج ورکول بند کړل چې صفویانو ته يې منلي وو. نادر شاه خپل دوه استاځي علی مردان خان شاملو او محمد علی خان د ډېلي دربار ته واستول چې د پارس نه تښتیدلي باغیان دې په لاس ورکړي. محمد شاه دا غوښتنه رد کړه نو نادر شاه بل استاځي محمد خان ترکمن په ډېلي د ټینګار لپاره ورولیږلو. په مغل دربار کې یوه میاشت دا بحث کیدو چې نادر شاه ته په جوابي لیک کې څه خطاب وکړي ځکه هغه د یو شپونکي زوی و. محمد خان ترکمن خپل دوه کسان مغل دربار ته واستول چې د هغه ځای حال ورته راوړي نو دواړه ووژل شول.
نادر شاه نور زغم نه لرلو او لومری برید يې په کندهار وکړو. د کابل او پیښور والي ناصر خان ډېلي ته په بیړه خبر ورکړو چې د نادر شاه لښکر مخ نیوي لپاره ورته نور پوځ او جنګي وسایل پکار وو. خو په ډېلي کې وزیرانو باچا ته ویل چې دا د نورو پېسو اخیستو یوه پلمه ده او هغه ته يې هیڅ کومک ورنکړو. د ۱۷۳۸ م په سپرلي کې نادر شاه تر کابل رسیدو نو د ده یو زوی نصرالله د مغل دربار حالت معلومولو لپاره په پټه ډېلي ته لاړو. هغه د مغل خزانو د تفصیل سره بیرته لاړو نو نادر شاه مغل باچا ته بیا یو لیک ورواستاو چې د خپل پوځ یوه دسته په هند کې د کافرانو سره جنګ لپاره ورلېږي. محمد شاه په تاریخ کې د “رنګیلا” په لقب مشهور دی. هغه پخپله شاعر او سندرغاړی و چې دربار کې يې هنرمندان او نڅاګر نازول. د اګست په پای کې نادر شاه یو بل لیک کې د هند نه ۴ کروړ روپۍ او ۴ صوبو (چارمحل) د باج غوښتنه او ګواښ يې وکړو چې د انکار په حالت کې به په ډېلي حمله کوي. په دغه لیک ډېلي دربار کې یوه غلغله شوه او یه جنګي شورا وروبلل شوه. حکومت د جنګ لپاره يې ۱ کروړ روپۍ ومنلې او فیصله وشوه چې باچا پخپله، شهزادګان او نوابان به په کرنال کې د دشمن مقابله کوي. محمد شاه د هند ټولو راجپوت راجګانو ته بیړني پیغامونه هم ورواستول چې ورسره مله شي خو هغوی ورته سوړ غبرګون څرګند کړو.
نادرشاه په کابل کې د شهزاده رضا قلی په سر شاهي تاج کیښودو او دی يې د خپل ځای ناستې په توګه اصفهان ته رخصت کړو. جلال اباد کې هغه ۱۲۰۰۰ لښکر هراول کې تورخم ته روان کړو، توپخانه او نور پوځي سامان يې نصرالله ته پریښودل او پخپله د باجوړ په هغه لاره د تلو نیت وکړو چې یو وخت بابر پرې تللې و. د خیبر درې د ساتنې لپاره مغل ګورنر ناصر خان په جمرود کې ۲۰ زره افغان قبایل د جنګ لپاره راټول کړي وو. هغه وخت د صافیو یو مخبر ورته د “سرجویه” غر نه پورې وتلو لاره وښودله چې نادر شاه پرې پخپله ۶ زره پوځ سره جمرود ته ښکته شو. د ناصر خان لښکر مات شو او دی د خپلو هندي امیرانو سره ونیول شو. درې ورځې وروسته نادر شاه پیښور ته ورسیدو او هلته د پښتنو لویو قامونو سرداران يې ځان ته راوبلل. دوی ته يې امتیازات ورکړل او ناصرخان يې د پارس له خوا د کابل او پیښور والي وټاکلو.
د ۱۷۳۹ م جنوری کې د پارس ۴۰ زره سپاره لښکر لاهور محاصره کړو. قزلباش او ګورجي جنګیالو د دې شا و خوا کلي چور او عام خلک يې ووژل. د لاهور والي زکریا خان د جنګ په ځای نادر شاه ته سر ټیټ کړي. هغه ته يې ۲۰ لکه روپۍ – څو پیلان او نور تحفې ورکړې. نادر شاه په ۱۶ فروري ۱۷۳۹ م سرهند ته ورسیدو او خپل اسباب او حرم په انباله کې يې پریښودل. محمد شاه د خپل ۸۰ زره پوځ سره کرنال کې خیمې ودرولې وې چې ډېلي نه ۱۲۰ کلومیټر شمال کې دی. د ده سره ۵ زره توپې، اسونه او جنګي اکمالات وړلو لپاره هاتیان او اوښان هم وو. هغه نادر شاه ته پیغام ورواستاو چې که جنګ ونکړي نو ۲۰ میلینه روپۍ تاوان به ورله ورکړي. خو نادر شاه ته د مغل مخالفو خبر ورکړو چې د باچا خزانه تر خلې ډکه ده.
په ۲۴ فروری کرنال کې جنګ ونښتو او په ۳ ساعته جنګ کې د مغلو ۱۷ زره پوځیان او د چاپېره کلیو ۱۴ زره خلک ووژل شول. د پارس ځاني تاوان ۴۰۰ پوځیان وو. محمد شاه روغې ته لاس وغځاو او نادر شاه ورته بخښنه اعلان کړه. په ۱۲ مارچ ۱۷۳۹ م نادر شاه د ډېلي “لال کلا” ته ورغلو. مات شوې باچا د ده مخ ته راوستل شو چې ۲۰ کروړ ( اوس ۲۰۰ بیلین) روپۍ د جنګ تاوان ورکولو ته يې غاړه کیښوده. خو نادر شاه ۲۵ کروړه روپۍ غوښتلې. اخر مغل باچا ورته د خپلې ماڼۍ او د خزانې کنجيانې وسپارلې.
په بله ورځ اختر او د جمعې په خطبو کی د نادر شاه نوم هم واخستل شو او ده یو لوی دربار ته خطاب وکړو. په ښار کې خلک د اختر میلو ته ووتل. د نادر شاه د پوځیانو یوې ډلې یو ځای يې د خرڅ لپاره ايښې کفترې ونيولې. هټۍ وال ترې پېسې غوښتې او په دی شخړه پېل شوه. نور خلک هم راټول شو او خبره وهلو ټکولو ته ورسیده. هلته چا اوازه گده کړه چې نادر شاه مړ او محمد شاه باچا د ايرانيانو د وژنې امر کړې دې. خلکو د مخې سره د نادر شاه په پوځ حملې شروع کړې او درې زره ايرانيان يې ووژل.
نادرشاه چې خبر شو نو روشن الدوله په نوم یو وړوکي جومات کې کیناستو، خپله توره يې له تیکي راويستله او خپلو جنرالانو ته يې امر وکړو چې تر څو هغه توره په تیکي کې بیرته نه وي ایښې، د ډېلي وګړي دې وژني. د پارس پوځیانو په ۶ ساعتو کې د ډېلي ۲۰ نه تر ۳۰ زره خلک کوتره کړل. دوی کورونه، سرايونه، دکانونه سیزل او باغونه يې ويجاړول. مغل باچا د امیرانو په بدرګه په ژړا هغه جومات ته ورغلو. اميران يې نادر شاه ته پر زمکه پریوتل چې د نور وژنې نه دې لاس واخلي. باچا د جنگ بندولو امر وکړو خو لوټ او تالان جاري و او د پارس پوځیانو د ښار دروازې يې تړلې وې چې خلک خپل مال سره وونه تښتي.
د انگرېز په اندازه نادر شاه د هند نه د دريو سوو ميلينو پونډو خزانه يوړه چې په زرگونو اوښانو بار وه. ددی نه علاوه، زر پيلان، ۷۰۰۰ اسونه، لس زره اوښان و. ده ۱۰۰ خواجه سرا ( نرښځي) ۱۳۰ ليکوالان، ۲۰۰ پخ ( اهنگران) ۳۰۰ معماران، ۱۰۰ سنگ تراش او ۲۰۰ ترکاڼان يې هم پارس ته يوړل. د مغلو مشهور تخت طاوس، کوه نور او دریا نور الماس هم په خزانه کې شامل وو. د نادر شاه پوځیانو چې د خلکو نه کوم مال چور کړې و، هغه د دې نه علاوه و.
اوس په مشهد کې د نادر شاه یوه مجسمه او د ایران په درسي کتابونو کې د ده له اتلوالۍ داسې اندازه کېږي لکه چې په هند د ده حمله جایز کار و.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.د پارس توره- نادر شاه، د قبایلو جنګیالي نه تر فاتح غاصب. مایکل ایکس وردي. بلومزبري ۲۰۱۰ م -۲۱۳ مخ.
۲.تاریخ پشتون ( د تاریخ خورشید جهان اردو ژباړه) سردار شیر محمد خان ګنډاپور. اردو ترجمه سراج احمد علوی. شیخ شوکت علی اینډ سنز. کراچی. ۱۹۹۱م. ۳۸۲-۳۸۹ مخ
۳.په برصغیر کې مغل او افغان کشمکش.(له بابر تر بهادر شاه ظفر) شیرین زاده خدوخیل. ۲۰۱۶ م الفیصل ناشران لاهور.
۳.د نیمې وچې لوټل- د پرویز محمود مقاله- انلاین- ۲۹ دسمبر ۲۰۱۷ م

د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان