اردوګان: مرسي په طبعي مرګ نه دي وفات، بلکې په مرګ کې يې د بزدل مشر لاس دی

سيمه او نړۍ

اردوګان: مرسي په طبعي مرګ نه دي وفات، بلکې په مرګ کې يې د بزدل مشر لاس دی

403

نن د نړۍ د يوشمېر نورو هيوادونو ترڅنګ د ترکيې په مهمو ښارونو کې هم د مصر د زنداني ولسمشر محمدمرسي غايبانه جنازې ادا شوې.

د ترکيې په پلازمينه انقره کې په يوه ستره غايبانه جنازه کې له برخې اخيستو وروسته د ترکيې و لسمشر ښاغلي رجب طيب اردوګان په يوه ويناکې وويل چې دا چې تر اوسه د مصر د جابر مشر السيسي لخوا د محمد مرسي جسد د هغه کورنۍ ته نه سپارل کيږي، ښکاري چې د نوموړې په مرګ کې د دغه بزدل او ظالم ديکتاتور لاس دی.



اعلان