اردوګان: محمد مرسي د مصر د خلګو منتخب مشر و چې يو ظالم ديکتاتور پرې کودتا وکړه

سيمه او نړۍ

اردوګان: محمد مرسي د مصر د خلګو منتخب مشر و چې يو ظالم ديکتاتور پرې کودتا وکړه

427

تيرماښام د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي د يو ناڅاپي مړينې په اړه د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان په داسي حال کې د رسنيو په وړاندي راڅرکند شو، چې غږيې لويدلی و او پرڅيره يې د خفګان نښې وي، هغه لومړی د محمد مرسي روح ته دعا وکړه او بيا د مصر خلګوته د هغوي د مشروع ولسمشر د مړينې په اړه تعزیت وړاندي کړ.

هغه وويل د مصر پخواني ولسمشر د مرګ خبر دردولی او زياته يې کړه، مرسي د مصر د خلګو منتخب مشر و چې د ديمکراتيکو ټاکنو له لارې ټاکل شوي و او بيا ورباندي يو ظالم ديکتاتور عبدالفتاح سیسي کودتا وکړه او له مرسي سره يې زرګونه نور مصريان مړه او بنديان کړل او دا دی نن هغه په مرموز ډول محکمې ته په لاره مړشو.



اعلان