ټرمپ د خپل دفتر مشر ته د ټوخي له امله د وتلو امر کړی

سيمه او نړۍ

ټرمپ د خپل دفتر مشر ته د ټوخي له امله د وتلو امر کړی

1044

یوه ویډیو لیدل کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل دفتر (Oval) مشر ته د ټوخي له امله په قهرجنه لهجه د وتلو امر کوي.
ټرمپ له یو کس سره خبرې (مرکه) کوي چې د دفتر مشر Mick Mulvaney وټوخېږي.
ټرمپ وایي، هغه زما د ځواب پر مهال ټوخېږي، دا کار مې نه خوښېږي. "که ټوخېږې، نو اطاق پرېږده."
مالومه نه ده چې د دفتر مشر اطاق پریښی که نه.
د ټرمپ د دفتر مشر د ټرمپ د سلاکار په توګه کار کوي. سپینې ماڼې ته د خلکو ورتګ هم تنظیموي او هم د امریکا له کانګرس سره خبرې کوي.



اعلان