طالبان: چين ته مو سفر د چين د حکومت په مشوره رسنيزنکړ

افغانستان

طالبان: چين ته مو سفر د چين د حکومت په مشوره رسنيزنکړ

713

د طالبانو د سياسی دفتر پلاوی چې بيچنګ ته په رسمي سفر تللی و، پرون د جون په ١٦مه ناوخته له بیجنګ نه دوحي ته بيرته ستون شو، د دې پلاوي د يوه غړي له قوله يوې سرچينې ځلاندته وويل چې چين ته د طالب پلاوي سفر د طالباتو لخوا په رسنيوکې په رسمي توګه ځکه نه و اعلان شوی، چې چينايي مقاماتو نه غوښتل چې دا مهم سفر دي په رسنيوکې اعلان شي او طالبانوته يې هم د نه اعلان مشوره ورکړې وه.

د ملاعبدالغني برادر په مشري د قطر دفتر يو پلاوی چې د طالبانو د رهبري شورا مهم غړي هم پکې وو، په درې ورځني سفر بيجنګ ته تللی وو ترڅو له لوړ رتبه چينايي مقاماتو سره ناستې وکړي.
ويل کيږي چين غواړي چې په نږدې راتلونکي کې د يوې بين الافغاني غونډې کوربه شي.
طالبانو له دې وړاندي په مسکوکې په دوو برياليو بين الافغاني غونډوکې ګډون کړی وو.



اعلان