طالبان: یوازې افغانان به د راتلونکي حکومت په اړه پرېکړه کوي

افغانستان

طالبان: یوازې افغانان به د راتلونکي حکومت په اړه پرېکړه کوي

952

طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، یوازې افغانان به د هېواد د راتلونکي حکومت په اړه پرېکړه کوي.
شاهین د افغانستان له اوسني حکومت سره د خبرو او نه خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.
شاهین امریکا سره د اووم پړاو خبرو په اړه ویلي چې نن یا سبا به د دغو خبرو نېټه اعلان شي.
شاهین زیاته کړې، کله چې امریکایان د پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي، نو دې سره به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
بل خوا، د طالبانو یو پلاوی چین ته تللی. ویل کېږي د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه پلاوي مشري کوي.
د امریکا استازي زلمي خلیلزاد هم افغانستان او سیمې ته خپل سفر پېل کړی او په لړ کې یې له مهمو مشرانو سره کتلي دي.



اعلان