امریکا: فراغت غونډې باندې برید ۹تنو ته مرګ ژوبله اړولی

سيمه او نړۍ

امریکا: فراغت غونډې باندې برید ۹تنو ته مرګ ژوبله اړولی

205

د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن په مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امريكايي رسنۍ وايي، دا ډزې د دوشنبې په شپه شوي، خو علت يې تراوسه نه دى معلوم شوى.
پوليسو ويلي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي، چې په ترڅ كې يې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.
د وژل شوي كس عمر څه باندې ۲۰ كاله او د ټپيانو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ كلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
پوليس تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې په فيلادلفيا ښار كې ډزې كوونكى كس ونيسي.



اعلان