هند پولیسو یو چرګ زندان کې بندي کړ

سيمه او نړۍ

هند پولیسو یو چرګ زندان کې بندي کړ

607

د هند حکومت پولیسو په یوه بیخې بېساري کړنه کې یو چرګ د دوو نفرو ترمنځ د شخړې د را پیدا کولو په جرم زندان ته اچولی او وایي د دواړو کسانو تر پخلاینې وروسته به دا چرګ هم خوشي کېږي.

ویل کېږي دا جالبه او خورا حیرانونکې پېښه وروسته له هغې را منځته شوه، چې دغه چرګ د تروخیلو د ښار په اړونده سیمه کې د یوه نفر باغ ته ورننووت او په لوړ غږ یې آذان وکړ،کله چې د باغ خاوند خپل ګاونډي ته د چرګ شکایت وکړ ،نو د هغوی دواړو ترمنځ لانجه رامنځته شوه.

د سیمې اوسېدونکو چې د چرګ له امله د دواړو کسانو لانجه او اخ و ډب ولیده او هغوی یو بل ته د وژلو ګواښ هم وکړ، نو پولیس راغلل او د معلوماتو له کولو وروسته یې چرګ زندان ته واچوو او دواړو کسانو ته یې وخت ورکړ، چې سوله وکوي او سره پخلا شي کنه نو چرګ به یې تر هغو بندي وي.



اعلان