وزیرستان کې په لومړي ځل د پاکستاني پولیسو مرکز جوړ شو

سيمه او نړۍ

وزیرستان کې په لومړي ځل د پاکستاني پولیسو مرکز جوړ شو

147

په قبایلي سیمه سویلي وزیرستان کې په لومړي ځل د پاکستاني پولیسو مرکز جوړ شوی دی.
پاکستانی رسنۍ وایي چې په مرکز وانا کې د سرحدي ځواکونو یوه کلا د پولیسو په مرکز بدله شوې او ژر به مشر او نوره عمله ور ولېږل شي.
له دې وړاندې په باجوړ او خېبر کې هم د پولیسو مرکزونه پرانستل شوي دي.
دا وروسته له هغه چې پاکستان چې د دغو سیمو ازاد وضعیت له منځه ویوړ او له خېبر پښتونخوا سره یې د یو ځای کولو اعلان وکړ.



اعلان