نیوزیلینډ کې د ۵۱مسلمانانو قاتل وایي، ما هیڅ نه دي کړي

سيمه او نړۍ

نیوزیلینډ کې د ۵۱مسلمانانو قاتل وایي، ما هیڅ نه دي کړي

338

د سږکال په مارچ میاشت کې د نیوزیلانډ په کرایسټ چرچ سیمه کې پر دوو جوماتونو د برید په تور نیول شوی نیوزیلانډی وګړی برنټن ټیرنټ وایي، پر ده لګول شوي تورونه حقیقت نه لري. هغه ویلي ده هیڅکله پر کوم جومات برید نه دی کړی. د روان کال په مارچ میاشت کې یو کس په نیوزیلانډ کې پر جومات برید وکړ چې په پایله کې یې ۵۱ تنه پر لمانځه ولاړ مسلمانان ووژل شول او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شول. تر برید وروسته یاد کس ونیول شو چې محکمې یې د اعصابي معایناتو غوښتنه وکړه، تر معایناتو وروسته معلومه شوه چې نوموړی د اعصابو ستونزه لري. وروسته محکمې وویل چې دی باید پر ځان د لګېدلو تورونو سپیناوي لپاره محاکمې ته حاضر شي. نوموړي محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه دروغ بللي دي او زیاته کړې یې ده چې ده پر کوم جومات برید نه دی کړی.



اعلان