نریندر مودي: په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوو

سيمه او نړۍ

نریندر مودي: په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوو

109

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته رسیدلی دی، نریندر مودي د خپلې الوتکی سفر لپاره د پاکستان حریم استعمال کړي، مودي بشکیک ته د رسیدو سره سم افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي دي.

مودي په ټويټر خپور کړي پښتو پیغام کې ویلي، چې د ولسمشر غني سره لیدنه يې په زړه پورې وه مودي په ټویټر کې زیاتوي چې دواړو خواوو د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه بحث درلود.

نریندر مودي چې تازه د دوهمی دوری لپاره د هند لومړی وزیر ټاکل شوي، په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړی ده.

د یادونې وړ ده چې هند هم خپله بهرنی بالیسي کې تغیرات راوستلي او هند هم غواړي چې طالبانو سره نژدې اړیکي ولري، ښاغلی سلمان رفیع شیخ د مې پر ۲۶په (سوت اېشن مانیټور) کي لیکي:بالاخره هند د افغانستان په مورد کي د متحده ایالاتو او نورو سترو قدرتونو د پالیسیو پیروي کوي. یو وخت، هند نه غوښتل چي د طالبانو سره خبري وکړي، خو اوس يې دا پالیسي خوشي کړې ده. دا د هند لپاره یو مهم انکشاف دی، ځکه په افغانستان کي د طالبانو سره د سیاسي مصالحې پروسه ګړندۍ سوې ده، او آلان په هند کي د طالبانو سره خبري کول کومه جنجالي موضوع نده.

شانګهای سازمان غونډې ته ورغلي د جنوبي او مرکزي اسیا ګڼ مشران د غونډې تر پیل وړاندې مهمې لیدنې لري، مودي هم د دغو لیدنو په لړ کې د افغان ولسمشر تر څنګ د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم ګوري بغیر د پاکستان له لومړی وزیر نه .



اعلان