ننګرهار کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي

افغانستان

ننګرهار کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي

142

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ځانمرګی برید شوی دی. د راپورونو له مخې په دې برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. راپورونه وایي، دا ځانمرګی بريد مازدیګر مهال څه کم ۴ بجې د ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیليو چوک ته څېرمه د چپرهار د سيمه یيزو پوليسو پر رينجر ډوله موټر شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی خو د قربانیانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي. تر اوسه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.



اعلان