مهاتیر محمد: موږ مسلمان دعوتګر ذاکر نايک هند ته نه لیږو

سيمه او نړۍ

مهاتیر محمد: موږ مسلمان دعوتګر ذاکر نايک هند ته نه لیږو

433

وروسته له هغه چې د اسلامي نړئ مشهور دعوتګر ذاکر نایک باندې د هند لخوا د غیر قانوني پیسو په درلودو او نورو ګڼو تورونو لګیدو سره تورن شو او هند لخوا يې د نیولو امر وشو نایک په مالیزیا کې پناه واخیسته .

پرون مهاتیر محمد د مالیزیا ولسمشر د هند د لومړي وزیر نریندر مودي هغه غوښتنه رد کړه چې ذاکر نایک د هند ولیږي.

د مالیزیا ولسمشر ویلي:چېمالیزیا به د هند اسلامي دعوتګر ذاکرنایک ساتنه کوي،او هند ته به یې نه لیږي، مهاتیر زیاتوي چې ذاکر نایک ویلي چې هند حکومت ده سره د انصاف محکمه نه کوي، نایک زیاتوي چې هغه پوره باور لري چې د هند حکومت د قانون خلاف کړنې یې ندي تر سره کړي.

ذاکر نایک په ۱۹۶۵-م کې زیږیدلی او په ۱۹۹۳-م کې یې اسلام ته دعوت پیل کړی، چې اوس د مالیزیا تابعیت په درلودلو سره هملته اوسیږي.



اعلان