په سمنګانو کې یو اربکي قومندان دوه خویندي په زور ځان ته واده کړي

افغانستان

په سمنګانو کې یو اربکي قومندان دوه خویندي په زور ځان ته واده کړي

3300

د سمنګانو ولایت زورواکي قومندان الماس دوه خویندي چې یوه يې کوژدن شوي هم ده په زور ځان ته په نکاه کړي، ددغو خویندو مور او پلار چې فعلا په بغلان کې اوسیږي خپله دمظلومیت کیسه په دې ډول کوي او وايي، چې زموږ په حق ظلم شوي، کله چې موږ ټول کورنۍ د یو خپلوان کره چې سمنګانو کې اوسیده لاړو، هلته زورواکي قومندان الماس څو نفره راغلل او موږ يې قومندان ته وغوښتلو قومندان الماس موږ ته وویل چې لور دموږ ته راکړه موږ ورته وویل چې هغه خو کوژدن شويده، په دغه وخت کې موږ ووهلو وریجي او پخلي سامان يې راوړ زموږ خوماري لور چې کوژدن شوي هم وه ځان ته يې په نکاه کړه.

دغه کورنۍ وايي څو ورځي لا تيري شوي نه وي چې قومندان الماس راغي او زموږ بله دولس کلنه لور يې په زور یوړله کله چې موږ غږ پورته کړ د قومندان کسانو موږ ووهلو، خپل شکایت مو کابل ته یووړ خو حکومت د نورو جرومو پر سر قومندان الماس ونیوه خو څو ورځي وروسته بیرته ازاد شو.

خو د سیمې خلک وايي چې قومندان الماس دغه خویندي ځان ته نه دي په نکاه کړي بلکې خپلو ساتونکو ته په نکاه کړي، قومندان الماس چې په سلهاوو دوسي لري د سمنګانو ولایت يو زورور سیمه ایز قومندان دي چې تر شا د لوړ پوړو دولتي چاراکو ملاتړ ده.



اعلان